المرصاد د باوري سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا د باړې قمبرخېلو سیمه کې د داعش اړوند یو مهم او پټ مرکز د بېپیلوټه الوتکو په دقیق برید کې له منځه وړل شوی دی.
سرچینې وایي، په دغه برید کې ګڼ داعشیان وژل شوي او ټپیان شوي، خو د مرګژوبلې کره شمېر لا نه دی څرګند شوی.
د راپور له مخې، یاد مرکز د جلب او جذب، روزنې او د بریدونو د پلان جوړونې لپاره کارېده.
سرچینې زیاتوي چې برید د داعش دغه مهم پټنځای په بشپړه توګه ویجاړ کړی او په مرکز کې موجود کسان یې له منځه وړي دي.

