د اسرائیل ۱۲ کانال راپور ورکړی چې بنیامین نتانیاهو په وروستیو خبرو کې له امریکايي چارواکو سره د امریکا او ایران د تفاهملیک پر ضد سخت انتقاد نه دی کړی او ویلي یې دي که تهران د دغه تړون له شرطونو سره سم عمل وکړي، نو دا به لویه بریا وي.
دغه رسنۍ زیاتوي چې امریکايي چارواکي باور لري د اسرائیل د سخت دریځ لرونکو وزیرانو، اسموتریچ او بنګوېر، له لوري پر نتانیاهو فشار روان دی څو د امریکا او ایران د هوکړې پر وړاندې سخت دریځ غوره کړي.
په راپور کې همداراز ویل شوي چې د اسرائیل دننه یوازې سیاسي څېرې نه، بلکې ځینې لوړپوړي امنیتي او پوځي چارواکي، په ګډون د دفاع وزیر او د پوځ لوی درستیز، دا تړون د اسرائیل لپاره ستراتیژیکه فاجعه بولي.

