پنجشنبه, جون 18, 2026
Homeکورپاڼهسنتکام:د ډونالډ ټرمپ په امر‌ د ایران پر بندرونو ټول محدودیتونه لغوه...

سنتکام:د ډونالډ ټرمپ په امر‌ د ایران پر بندرونو ټول محدودیتونه لغوه شول

د امریکا مرکزي قوماندانۍ يا سنتکام اعلان کړی چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکم له مخې د ایران پر بندرونو او ساحلي سیمو د بحري محاصرې ټول محدودیتونه لغوه شوي دي.

سنتکام په خپله ایکس پاڼه کې ویلي چې له دې وروسته د امریکا ځواکونو د فارس خلیج او د عمان سمندرګي له لارې ایران ته د تلونکو او راتلونکو کښتیو د تګ راتګ په وړاندې هېڅ خنډ نه جوړوي او د محاصرې ټول اړوند عملیات درول شوي دي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ په وینا، د سمندري ځواکونو بېړۍ به لا هم په سیمه کې پاتې شي څو ډاډ ترلاسه کړي چې د هوکړې ټول شرایط په سمه توګه عملي کېږي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here