ایراني رسنۍ وايي، چې په نږدې ساعتونو کې به د ایران د ستر مذهبي مشر، آیتالله سید مجتبی خامنهيي، هغه پیغام خپور شي چې د ایران او امریکا د ولسمشرانو ترمنځ د لاسلیک شوي تفاهملیک په تړاو د ایران ولس ته وړاندې کېږي.
د معلوماتو له مخې، په دې پیغام کې به د یادې هوکړې، د هغې د اهمیت او راتلونکو پرمختګونو په اړه د ایران د مشرتابه دریځ بیان شي.
دا پیغام په داسې حال کې خپرېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ د وروستۍ هوکړې او د دواړو هېوادونو د اړیکو د راتلونکي په اړه پراخ بحثونه روان دي.

