پنجشنبه, جون 18, 2026
Homeکورپاڼهروسیې؛د امریکا او ایران د هوکړې هرکلی کړی

روسیې؛د امریکا او ایران د هوکړې هرکلی کړی

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې مسکو د امریکا او ایران ترمنځ د پوځي شخړې د پای ته رسولو د هوکړې هرکلی کوي.

وزارت په اېکس کې په یوه پیغام کې ویلي چې روسیه د دې پرمختګ ملاتړ کوي او دا یو مثبت ګام بولي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړې د کمېدو لور ته اشاره کوي.

روسیې همدارنګه ټینګار کړی چې اوس تر ټولو مهمه خبره دا ده چې ټول اړخونه د شوې هوکړې مادې په بشپړ ډول عملي کړي او د هر ډول نوي خطرناک کړکېچ او جګړې د زیاتېدو څخه ډډه وکړي، په ځانګړي ډول په لبنان کې.

مسکو خبرداری ورکړی چې د هوکړې د عملي کېدو پر مهال باید داسې اقدامات و نه شي چې په سیمه کې وضعیت بیا خراب کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here