پنجشنبه, جون 18, 2026
Homeکورپاڼهپزشکیان: د امریکا او ایران هوکړه یو تاریخي سند او د پیاوړي...

پزشکیان: د امریکا او ایران هوکړه یو تاریخي سند او د پیاوړي ایران پیغام دی

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د امریکا او ایران ترمنځ د هوکړې له لاسلیک وروسته ویلي، دا یو تاریخي سند او د پیاوړي ایران پیغام دی چې سوله د متقابل درناوي په فضا کې تحقق مومي.

پزشکیان د هوکړې د متن له خپرولو سره په اېکس کې لیکلي چې د ایران اسلامي جمهوریت تل د خپل عزت، خپلواکۍ او ملي ګټو په ساتلو سره نړیوالې سولې، پرمختګ او سیمه‌ییزې همکارۍ ته ژمن او پابند پاتې شوی دی.

د ایران ولسمشر ټینګار کړی چې سوله هغه مهال دوامداره او اغېزناکه کېدی شي چې د متقابل احترام پر بنسټ رامنځته شي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او ایران ترمنځ هوکړه لاسلیک شوه چې له پراخو هرکلیو او نېکو هیلو سره مخ شوې.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here