پنجشنبه, جون 18, 2026
Homeکورپاڼهد اوکراین لخوا د مسکو پر زړه برید؛اوکرایني ډرون ځانمرګو الوتکو د...

د اوکراین لخوا د مسکو پر زړه برید؛اوکرایني ډرون ځانمرګو الوتکو د روسیې د نفتو چاڼیز مرکز هدف ګرځولی

اوکراین د بې‌پیلوټه ځانمرګو الوتکو په پراخ برید کې د مسکو د نفتو چاڼ‌ځای په نښه کړی دی.

د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین ویلي، که څه هم د روسیې هوايي دفاع ډېری ډرونونه شنډ کړل، خو څو الوتکې وتوانېدې چې د مسکو نفتي چاڼ‌ځای ته ورسېږي.

د روسیې دفاع وزارت ویلي، یوازې په تېرو څو ساعتونو کې یې د مسکو پر لور روان ۴۲ اوکرایني ډرونونه نسکور کړي دي.

بل لور ته، اوکراین وايي د دغو بریدونو موخه د روسیې د اکمالاتي او لوژستیکي لارو ګډوډول او مسکو د جګړې له لومړۍ کرښې شاتګ ته اړ ایستل دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here