پنجشنبه, جون 18, 2026
Homeکورپاڼهد اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر: اوس باید د ایران او امریکا...

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر: اوس باید د ایران او امریکا د هوکړې عملي کېدو لپاره خبرې پیل شي

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې (IAEA) مشر رافایل ګروسي ویلي، اوس مناسب وخت دی څو د ملګرو ملتونو اټومي څارونکې اداره له امریکا او ایران سره خبرې پیل کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوکړې د عملي کېدو لپاره مشخص ګامونه پورته کړي.

ګروسي ویلي، د ایران او امریکا ترمنځ هر ډول هوکړه د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې له ګډون او تخنیکي څارنې پرته بشپړه کېدای نه شي. د هغه په وینا، یاده اداره چمتو ده چې د هوکړې د عملي کولو، د اټومي ژمنو د ارزونې او د دواړو لورو د ژمنو د څارنې په برخه کې خپل رول ترسره کړي.

ګروسي ټینګار کړی چې راتلونکې خبرې باید د عملي او مشخصو اقداماتو پر ټاکلو متمرکزې وي، څو د هر ډول احتمالي هوکړې د پلي کېدو لپاره روښانه چوکاټ رامنځته شي.

نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کوي چې تازه د امریکا او ایران ترمنځ په برېښنایي ډول د هوکړې د لاسلیک خبرونه او وېډیو ګانې لاس په لاس کیږي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here