چهارشنبه, جون 17, 2026
Homeکورپاڼهډونالډ ټرمپ:د ایران د نجونو پر ښوونځي برید قصدي نه و

ډونالډ ټرمپ:د ایران د نجونو پر ښوونځي برید قصدي نه و

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایران د نجونو پر یوه ښوونځي شوی برید په قصدي ډول نه دی ترسره شوی او د پېښې په اړه پلټنې لا هم روانې دي.

ټرمپ د اوو صنعتي هېوادونو (G7) د غونډې په څنډه کې خبریالانو ته ویلي چې د دې پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې دوام لري او په جګړو کې کله ناکله تېروتنې هم رامنځته کېږي.

هغه ټینګار وکړ: «هیچا دا کار په قصدي ډول نه دی کړی.»

نوموړي دا هم ویلي چې د پېښې د مسئولیت په اړه وروستۍ پایلې لا نه دي اعلان شوې او دی به د رسمي پلټنو پایلې ومني.

د یادونې وړ ده چې د ایران د نجونو پر ښوونځي د فبرورۍ میاشتې برید د ګڼو ماشومانو د مرګ او ټپي کېدو لامل شوی و او د پېښې د مسئولیت په اړه بېلابېل راپورونه او ادعاوې مطرح شوې دي، خو رسمي پلټنې لا بشپړې شوې نه دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here