د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جي۷ غونډې په څنډه کې د هند د لومړي وزیر نرېندرا مودي د مذاکراتي وړتیاوو ستاینه کړې او هغه یې «قاتل» او «پرښته» بللی دی.
ټرمپ دا خبرې هغه مهال وکړې چې ترې وپوښتل شول آیا امریکا او هند د فرانسې په ایویان ښار کې د جي۷ غونډې پر مهال سوداګریزې هوکړې ته رسېدلي دي که نه.
د امریکا ولسمشر په ټوکو او ستاینونکې لهجه وویل چې مودي په خبرو اترو او معاملو کې خورا پیاوړی دی. نوموړي د «قاتل» اصطلاح د مودي د سخت او اغېزناک مذاکراتي سبک لپاره وکاروله او ورسره یې هغه «پرښته» هم وباله.
په همدې حال کې تراوسه د هند او امریکا ترمنځ د سوداګریزو هوکړو په اړه کوم رسمي خبرونه نه دي خپاره شوي خو د ټرمپ له خبرو داسې ښکاري چې ښایي دواړو هېوادونو یو لړ مهم تړونونه لاسلیک کړې وي.

