د هند لومړي وزیر، نریندرا مودي، ویلي چې د اروپايي شورا له رئیس انتونیو کوستا او د اروپايي کمېسیون له مشرې اورسولا فون دیرلاین سره یې ګټورې خبرې کړې دي.
مودي ویلي چې د روان کال په پیل کې هند د خپلې جمهوري ورځې په مراسمو کې د اروپايي ټولنې د مشرانو کوربه و او دا موده د هند او اروپايي ټولنې د اړیکو لپاره مهمه وه، ځکه دواړو لورو د ازادې سوداګرۍ تړون هم بشپړ کړی دی.
هغه زیاته کړې چې په دې لیدنه کې د اقتصادي همکاریو د لا پراختیا او د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې وشوې.
د نوموړي په وینا، د هند او اروپايي ټولنې ترمنځ مخ پر زیاتېدونکې همکاري کولی شي په اوسني نړیوال وضعیت کې د سولې، ثبات او اقتصادي ودې لپاره مهمه ونډه ولري.

