چهارشنبه, جون 17, 2026
Homeکورپاڼهترکیه:د داعش خراسان د رسنیزې شبکې یو مهم غړی مو نیولی

ترکیه:د داعش خراسان د رسنیزې شبکې یو مهم غړی مو نیولی

د ترکیې د ملي استخباراتو ادارې (میت) اعلان کړی چې د داعش ډلې یو مهم رسنیز مسئول یې نیولی او ترکیې ته یې انتقال کړی دی.

د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې، نیول شوی کس احمد کازانجي نومېږي او د «ابو عبیده» او «ابو ابراهیم» په مستعارو نومونو هم پېژندل کېده.

ویل کېږي چې نوموړي د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې د داعش خراسان د رسنیزو او تبلیغاتي فعالیتونو مشري کوله.

راپورونه ښيي چې کازانجي د داعش د شبکې په تنظیم، د غړو په لېږد او د تبلیغاتي فعالیتونو په مدیریت کې مهم رول درلود.

هغه تر دې وړاندې له اوزګور آلتون سره همکاري کړې او د داعش د رسنیزې شبکې فعالیتونه یې په سیمه کې پر مخ وړل.

د ترکیې استخباراتي څېړنو موندلې چې نوموړی له ترکیې څخه د افغانستان او پاکستان سرحدي سیمو ته تللی و، هلته یې د داعش له روزنیزو کمپونو سره اړیکې لرلې او د ډلې په بېلابېلو فعالیتونو کې یې برخه اخیستې وه.

د راپور له مخې، احمد کازانجي وروسته له هغې ونیول شو چې هڅه یې کوله په غیرقانوني توګه بېرته ترکیې ته داخل شي او خپل فعالیتونه دوام ورکړي.

نوموړي د پلټنو پر مهال منلې چې له داعش سره یې اړیکې لرلې او د دې ډلې پوځي، فکري او رسنیزې روزنې یې ترلاسه کړې وې.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here