چهارشنبه, جون 17, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت:د واخان سړک جوړولو چارې ۷۵ سلنه بشپړې شوي

د طالبانو حکومت:د واخان سړک جوړولو چارې ۷۵ سلنه بشپړې شوي

د طالبانو حکومت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال، شرف‌الدین مسلم، بدخشان ولایت ته د سفر پر مهال د واخان ولسوالۍ د سړک د جوړولو له روانو چارو څخه لیدنه کړې ده.

نوموړي ویلي، د دې سړک په بشپړېدو سره به د واخان او پامیر سیمو د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې کمې شي او افغانستان به د لومړي ځل لپاره د واخان دهلېز له لارې د سړک په مټ له چين سره مستقیمه نښلونکې لار ولري.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، د سړک د جغل اچونې او هوارولو چارې تر اوسه ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي او پاتې رغنیز کارونه په چټکۍ سره دوام لري.

یاده پروژه چې ۳۶۵ میلیونه افغانۍ لګښت لري، د هېواد له مهمو ملي او ستراتیژیکو پروژو څخه ګڼل کېږي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here