سه شنبه, جون 16, 2026
Homeکورپاڼهد جي۷ غونډه کې په زړه پورې دیپلوماتیکه شیبه؛مرتس ټرمپ ته د...

د جي۷ غونډه کې په زړه پورې دیپلوماتیکه شیبه؛مرتس ټرمپ ته د فوټبال جرسي ډالۍ کړه

د جي۷ سرمشریزې پر مهال د جرمني لومړي وزیر فریدریش مرتس د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د جرمني د فوټبال ملي لوبډلې ځانګړې جرسي ډالۍ کړه چې پرې د «ټرمپ ۴۷» نوم لیکل شوی و.

دا شمېره دا مانا ورکوي چې ډونالډ ټرمپ د امریکا ۴۷م ولسمشر دی. جرسي د فوټبال نړیوال جام فضا ته هم اشاره لرله او د غونډې په رسمي چاپېریال کې یې یو غیر رسمي او جالب رنګ ور زیات کړ.

ټرمپ هم په خوش طبیعته موډ کې جرسي د کمرې مخې ته پورته کړه او د لیدونکو پام یې ځان ته واړاوه.

د راپورونو له مخې، فریدریش مرتس ټرمپ ته د ډالۍ ورکولو پر مهال ویلي: «په هر حال؛ موږ په یوه لوبډله کې یوو.»

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here