د ایران د اسلامي انقلابي ګارد د قدس ځواک مشر ویلي چې د ایران پر ضد جګړې امریکا بېاعتباره کړې او د اسراییل د زوال بهیر یې لا چټک کړی دی.
نوموړي په خپلو څرګندونو کې ادعا کړې چې دې جګړې د امریکا نړیوال دریځ ته زیان رسولی او د اسراییل د کمزوري کېدو لامل شوې ده.
هغه زیاته کړې چې د ایران پر ضد پوځي فشارونه نه یوازې هدف ته ونه رسېدل، بلکې د سیمې په سیاسي او امنیتي معادلاتو کې یې بدلونونه رامنځته کړي دي.

