د فوټبال د نړیوال جام د ایران د لومړۍ لوبې څخه مخکې په لاس انجلس کې د لوبغالي بهر سلګونه لاریون کوونکي راټول شوي وو او د ایران د حکومت ضد شعارونه یې ورکول.
راپورونه وایي چې ځینې د فوټبال مینهوالو د ایران ملي لوبډلې ملاتړ کاوه، خو یو شمېر په امریکا کې مېشت ایرانیانو د تهران پر حکومت د اعتراض نښې او شعارونه له ځان سره لرل.
د خبري سرچینو په وینا، د ایران او نيوزيلنډ ترمنځ د لوبې له پیل مخکې د لوبغالي بهر وضعیت عادي نه و او سیاسي فضا هم په کې محسوسېده.
ویل کېږي چې دا لاریونونه د هغو ایرانیانو له خوا رهبري کېدل چې د ایران د حکومت مخالف دي.
په ورته وخت کې، راپورونه زیاتوي چې د سولې د احتمالي هوکړې له اعلان شاوخوا ۲۴ ساعته وروسته ایران په نړیوال جام کې خپله لومړۍ لوبه ترسره کړه.
د راپور له مخې، د ایران د فوټبال فدراسیون مخکې ویلي وو چې د لوبغاړو د ویزو په ترلاسه کولو کې ستونزې موجودې وې او د مینهوالو لپاره هم ځینې محدودیتونه لګېدلي وو.
همدارنګه د ایران د پخواني بیرغ د کارولو موضوع هم جنجالي شوې ده، ځکه د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) د سیاسي نښو پر کارولو بندیز لري؛ خو د پخواني بیرغ په اړه یې لا واضح دریځ نه دی اعلان کړی.

