د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) ویلي چې د روغتیايي پروګرامونو د بودجې کمښت په یمن کې پر ښځو او نجونو مستقیم منفي اغېز کړی دی.
په یمن کې د دې ادارې استازي فرانچېسکو ګالتیري ویلي، له پراخو بشري اړتیاوو سره سره، یمن د نړۍ له پامه غورځېدلی کړکېچ ګرځېدلی دی.
نوموړي د ملګرو ملتونو له مرکزي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي چې یمن کې د مرستو او بودجې کمښت د ښځو او نجونو لپاره روغتیايي خدمتونه محدود کړي او ګڼې بشري پروژې یې له ستونزو سره مخ کړې دي.
ګالتیري ټینګار کړی چې د یمن بشري وضعیت لا هم جدي دی او نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري.

