دوشنبه, جون 15, 2026
Homeافغانستانبلخ کې؛یوې مور پنځه‌ ماشومان زېږولي

بلخ کې؛یوې مور پنځه‌ ماشومان زېږولي

د بلخ ولایت په حوزوي روغتون کې یوې مېرمنې پنځه ماشومان زېږولي دي.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې، په دغو نویو زېږېدلو کې درې نجونې او دوه هلکان شامل دي.

روغتیايي چارواکي وایي چې د مور او ټولو ماشومانو روغتیايي وضعیت ښه او د ډاډ وړ دی، او تر طبي څارنې لاندې ساتل کېږي.

د ماشومانو پلار عبدالله الوزي له خیریه بنسټونو، مرستندویه ادارو او شتمنو هېوادوالو غوښتي چې د خپلو پنځو ماشومانو د پالنې، روزنې او لومړنیو اړتیاوو د برابرولو په برخه کې له دوی سره مرسته وکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here