د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه مرکه کې ویلي چې له تهران سره شوې موافقه به په پایله کې دا تضمین کړي چې د هرمز تنګي له لارې تګ راتګ تل لپاره بې له کومې فیس ترسره شي.
هغه ادعا کړې چې د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د مخالفتونو سره سره یې اسرائیل د هستوي نابودۍ څخه ژغورلی دی.
ټرمپ خبرداری ورکړی چې که ایران له امریکا سره نهایی اټومي موافقې ته ونه رسېږي، نو پوځي بریدونه به بیا پیل شي، یا به واشنګټن د منځني ختیځ د ساتونکي رول د سیمې د عوایدو د ۲۰ سلنې په بدل کې پر غاړه واخلي.
نوموړي ویلي چې د هرمز تنګي د بندېدو وروسته د ایران پر ضد د پوځي اقدام او سمندري محاصرې پرېکړې په سیمه کې د ځواک توازن د امریکا په ګټه بدل کړی دی.
د امریکا ولسمشر همدارنګه د چین له ولسمشر شي جینپینګ او د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه د دې موافقې په بهیر کې د همکارۍ له امله مننه کړې، خو د اسرائیلو په لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو یې د هغو بریدونو له امله نیوکه کړې چې د هغه په وینا نږدې و موافقه له ناکامۍ سره مخ کړي.
ټرمپ ویلي:«که ایران اټومي وسلې درلودای، اسرائیل به حتی دوه ساعته هم نه وای پاتې شوی».

