د ایران د سپاه پاسداران د خاتمالانبیاء مرکزي قرارګاه په یوه اعلامیه کې د امریکا او ایران ترمنځ د وروستي تفاهم په غبرګون کې ویلي، چې د ایران ولس، وسلهوال ځواکونه او د مقاومت جبهه د مجتبی خامنهيي تر تابعیت لاندې امریکا او اسرائیل ته په پوره ځواک سره دا ثابته کړې چې بله لار نه لري پرته له دې چې ماتې ومني او تسلیم شي.
په دې بیان کې چې د وروستیو سیمهییزو بدلونونو او پرمختګونو په اړه خپور شوی، ادعا شوې چې د ایران د خلکو، وسلهوالو ځواکونو او د مقاومت د جبهې رول د هغو تحولات مهم عامل و چې د دوی په باور یې د امریکا او اسرائیل دریځ کمزوری کړی دی.
یادې قرارګاه ټینګار کړی چې د دوی په نظر امریکا او اسرائیل اوس مجبوره شوي چې د ماتې منلو لور ته ولاړ شي.
تر اوسه د دې ادعاوو په اړه له امریکایي یا اسرائیلي لوري رسمي غبرګون نه دی خپور شوی.

