د قطر لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د امریکا او ایران ترمنځ د هوکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا پرمختګ د سیمې د سولې او ثبات لپاره یو مهم ګام دی.
نوموړي د دغې هوکړې په ترلاسه کولو کې د پاکستان او ټولو هغو سیمهییزو او نړیوالو لورو مننه کړې چې د مذاکراتو د بریا لپاره یې د مناسب چاپېریال په رامنځته کولو کې مرسته کړې ده.
محمد بن عبدالرحمن آل ثاني هیله څرګنده کړې چې ټولې ښکېلې خواوې به په راتلونکو خبرو اترو کې په مثبت او رغنده روحیه ګډون وکړي، څو د ترلاسه شوي پرمختګ بنسټ لا پیاوړی او دوامدار شي.
هغه ټینګار کړی چې قطر به د خبرو اترو، ډیپلوماسۍ او سولهییزو لارو له لارې د سیمهییز او نړیوال امنیت او ثبات د پیاوړتیا لپاره خپلو هڅو او ملاتړ ته دوام ورکړي.

