د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د اسراییلو له لوري د بیروت د وروستیو بریدونو په کلکو ټکو غندنه کړې او ویلي یې دي چې دغه بریدونه د اوربند له شتون سره سره ترسره شوي دي.
ګوتریش په خپله اېکسپاڼه ویلي، بریدونه په داسې وخت کې شوي چې د امریکا او ایران ترمنځ د یوې احتمالي هوکړې لپاره هڅې روانې دي، هغه هوکړه چې د ده په وینا کولای شي د شخړې د سولهییز حل لپاره لاره هواره کړي.
نوموړي زیاته کړې چې روانه جګړه د نړۍ پر اقتصاد ویجاړوونکي اغېزې لري او له ټولو ښکېلو اړخونو یې غوښتي چې په دې حساس پړاو کې له اعظمي زغم څخه کار واخلي.
هغه همداراز هیله څرګنده کړې چې د امریکا او ایران ترمنځ روانې ډیپلوماټیکې هڅې به بریالۍ پایله ولري او د سیمې د کړکېچ د کمېدو سبب به شي.

