یکشنبه, جون 14, 2026
Homeکورپاڼهپیت هګسټ:ایران باید اټومي مواد یا له منځه یوسي یا یې وباسي،...

پیت هګسټ:ایران باید اټومي مواد یا له منځه یوسي یا یې وباسي، ګني د امریکا پوځ د بیا پیل لپاره چمتو دی

د امریکا د دفاع وزیر پیت هګسټ ویلي چې د واشنګټن په مشرۍ د ټرمپ اداره ادعا کوي چې د ایران اټومي پروګرام یې تر پخوا کمزوری او شاته تمبولی دی.

نوموړي په یوه مرکه کې زیاته کړې چې د ایران سره هر راتلونکی توافق به د سختو څارنو، پرله‌پسې پلټنو او د ژمنو د دقیقې ارزونې پر بنسټ وي، څو ډاډ ترلاسه شي چې ژمنې عملي کېږي.

د هګسټ په وینا، ایران باید د خپل اټومي پروګرام د حساسو موادو په اړه پرېکړه وکړي؛ یا یې له منځه یوسي، یا یې له هېواده وباسي او یا یې د اړتیا تر حده راکم کړي، په داسې حال کې چې امریکا به د دې ټولو پړاوونو څارنه کوي.

هغه خبرداری ورکړی چې که تهران خپلې ژمنې عملي نه کړي، نو د پوځي اقدام احتمال بیا هم په اجنډا کې پاتې کېږي.

د امریکا دفاع وزیر ټینګار کړی چې د امریکا پوځي ځواک د ایران د مذاکراتو میز ته د راوستلو مهم لامل و او د واشنګټن اصلي هدف دا دی چې ایران هېڅکله د اټومي وسلو د ترلاسه کولو توان پیدا نه کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here