د امریکا او ایران ترمنځ احتمالي هوکړې ته د رسېدو د آوازو په درشل کې د لبنان د پلازمېنې بیروت په سویلي سیمې (ضاحیه) د اسرائیلو تازه هوايي برید سیمهییز کړکېچ لا پسې زیات کړی او سخت غبرګونونه یې راپارولي دي.
د اسرائیلو پوځ ویلي، په دې بریدونو کې یې د ایران متحده لبناني وسله واله ډله حزب الله په نښه کړې.
په همدې حال کې، د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قاليباف په یوه ټویټ کې ویلي، دا بریدونه ښيي چې امریکا یا خو د خپلو ژمنو د عملي کولو اراده نه لري او یا یې توان نه لري.
نوموړی امریکا ته په خطاب زیاتوي اسرائیلو ته د «زرغون څراغ» په ورکولو نه شئ کولی امتیاز ترلاسه کړئ او د «ښه او بد پولیس» پخوانۍ ډرامه نور کار نه ورکوي.
قاليباف ټینګار کړی چې که د ژمنو د عملي کولو اراده او توان نه وي، نو د مذاکراتو د دوام خبرې بې مانا دي.
له بلې خوا، د ایران د ګډو پوځي ځواکونو یوه لوړپوړي چارواکي ویلي چې د بیروت په سویلي سیمو کې د اسرایلو «بریدونه او جرمونه» به بې ځوابه پاتې نه شي.
دا وروستي پرمختګونه داسې مهال کیږي چې د ایران او امریکا ترمنځ د تخنیکي خبرو او هوکړې ته د رسېدو آوازو تر بل هر وخت ډېر زور اخیستی.

