یکشنبه, جون 14, 2026
Homeافغانستانافغانستان کې د مور ورځ؛یونیسف ټولو افغان میندو ته مبارکي ویلې

افغانستان کې د مور ورځ؛یونیسف ټولو افغان میندو ته مبارکي ویلې

نن د غبرګولي ۲۴مه په ټول افغانستان کې د مور د ورځې په توګه نمانځل کیږي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) هم د مور ورځې په مناسبت ټولو افغان میندو ته مبارکي ویلې او رښتینې اتلانې یې بللې دي.

یونیسف د یادې ورځې په مناسبت د افغان میندو ونډه ستایلې او ویلي یې دي دغه اداره د کال په هره ورځ د افغانستان د میندو ترڅنګ ولاړه ده.

یونیسف په یوه پیغام کې ویلي چې افغان میندې د ښوونکو، قابلو، نرسانو، د تغذیې او ټولنیزو چارو د سلاکارانو، روغتیايي کارکوونکو او په کورونو کې د ماشومانو د پالونکو په توګه د ټولنې په پرمختګ او د راتلونکي نسل په روزنه کې مهم رول لري.

په ورته وخت، نن د هېواد په بېلابېلو ولایتونو او لویو ښارونو کې ځوانان او پېغلې خپلو میندو ته د ګلانو، ډالۍ او کېک په اخیستلو سره دغه مبارکه ورځ نمانځي او شېبې یې یادګاري کوي.

د خوږو پلورنځیو مسوولین هم وایي، تر بل هر وخت ډېر په نن ورځې یې د پېرودونکو ګڼه ګوڼه زیاته وي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here