یکشنبه, جون 14, 2026
Homeکورپاڼهشهباز شریف:د ډیورند کرښې په اوږدو کې اغزن تار د پاکستان د...

شهباز شریف:د ډیورند کرښې په اوږدو کې اغزن تار د پاکستان د خوندیتوب لپاره ضروري دی

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له افغانستان سره د ډیورند کرښې پر اوږدو د اغزن تار لګولو او د امنیتي تاسیساتو د پیاوړتیا دفاع کړې او ویلي یې دي چې دا اقدامات د هېواد د امنیت او د وګړو د ژوند د خوندیتوب لپاره اړین دي.

هغه د پاکستان ملي اسمبلۍ ته په وینا کې ویلي، چې د پولې د امنیت لپاره د میلیاردونو ډالرو لګښتونه د یوې پراخې امنیتي ستراتیژۍ برخه ده او هدف یې د احتمالي ګواښونو مخنیوی دی.

شهباز شریف زیاته کړې چې حکومت د هېواد د امنیت د تضمین مسؤلیت لري، او له همدې امله د ډیورند کرښې په اوږدو کې د اغزن تار، څارنیزو کامرو او نورو امنیتي زیربناوو جوړول ضروري ګڼي.

د هغه په وینا، دا اقدامات د اوږدمهالې امنیتي تګلارې برخه دي چې هدف یې د سرحدي کنټرول پیاوړتیا او د ناامنیو کمول دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here