دوشنبه, جون 15, 2026
Homeافغانستاند بې پولې ډاکټرانو سازمان؛هرات کې د دوی د یوې کارکوونکې نیول...

د بې پولې ډاکټرانو سازمان؛هرات کې د دوی د یوې کارکوونکې نیول تایید کړي

د بې پولې ډاکټرانو سازمان (MSF) ویلي، په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو د زیاتېدو په لړ کې د دې سازمان یو شمېر ښځینه کارکوونکې هم اغېزمنې شوې دي.

دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په هرات کې یې یوه ښځینه روغتیايي کارکوونکې روغتون ته پر لاره د «حجاب د اصولو د نه مراعت» له امله نیول شوې او دوه ورځې په بند کې پاتې شوې ده چې بلاخره د کورنۍ د غړو په ژمنې اخیستو او لاسلیکونو طالبانو له بنده آزاده کړې.

د دغه سازمان په وینا، دا ډول اقدامات د ښځو د تګ راتګ، عامه ژوند او روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي پر حق مستقیم اغېز کوي او د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول لا ستونزمنوي.

د بې پولې ډاکټرانو سازمان ټینګار کړی چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې سخت محدودیتونه د بشري وضعیت یوه جدي اندېښنه ګرځېدلې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here