جمعه, جون 12, 2026
Homeافغانستانسرچينې:د ایران په مشهد کې د طالبانو د حکومت پر ضد لاریون...

سرچينې:د ایران په مشهد کې د طالبانو د حکومت پر ضد لاریون کوونکي افغانان ونیول شول

ځايي سرچینې وایي چې د ایران د مشهد ښار د ګلشهر سیمې یو شمېر افغانانو د طالبانو د حکومت د حجاب تګلارو پر ضد اعتراضي غونډه کړې وه، خو د ایران امنیتي ځواکونو دغه لاریون پای ته رسولی او ګڼ ګډونوال یې نیولي دي.

د عیني شاهدانو په وینا، د ایران ځواکونو له معترضینو سره سخت چلند کړی، ځینې یې وهلي ټکولي او وروسته یې نېولي دي.

تر اوسه د ایران چارواکو د نیول شویو کسانو د شمېر او د پېښې د جزییاتو په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here