په افغانستان کې د ښځو او نجونو ترینګلي وضعیت په دوام، د کنړ ولایت د نرنګ ولسوالۍ د باډېل درې اړوند په باجګل کلي کې د سایرې په نوم یوه ماشومه نجلۍ په مرموز ډول وژل شوې.
د وژل شوې نجلۍ خپلوان وایي، سایره د درېیم ټولګي زده کوونکې وه او اته کاله عمر یې درلود چې له اختر وروسته له خپلې مور سره د ماما ګانو کور ته په چکر تللې وه.
ویل کیږي نامعلوم کس په مرموز ډول وژلې او د بدن داخلي غړي لکه زړه او پښتورګي یې ترې ایستلي دي.
د سایرې کورنۍ او خپلوانو د قاتل د پیدا کولو لپاره د طالبانو پر حکومت د مرستې غږ کړی او د عدالت غوښتنه یې کړې ده.

