جمعه, جون 12, 2026
Homeافغانستانپه کنړ کې؛یوه اته کلنه ماشومه په مرموز ډول وژل شوې

په کنړ کې؛یوه اته کلنه ماشومه په مرموز ډول وژل شوې

په افغانستان کې د ښځو او نجونو ترینګلي وضعیت په دوام، د کنړ ولایت د نرنګ ولسوالۍ د باډېل درې اړوند په باجګل کلي کې د سایرې په نوم یوه ماشومه نجلۍ په مرموز ډول وژل شوې.

د وژل شوې نجلۍ خپلوان وایي، سایره د درېیم ټولګي زده کوونکې وه او اته کاله عمر یې درلود چې له اختر وروسته له خپلې مور سره د ماما ګانو کور ته په چکر تللې وه.

ویل کیږي نامعلوم کس په مرموز ډول وژلې او د بدن داخلي غړي لکه زړه او پښتورګي یې ترې ایستلي دي.

د سایرې کورنۍ او خپلوانو د قاتل د پیدا کولو لپاره د طالبانو پر حکومت د مرستې غږ کړی او د عدالت غوښتنه یې کړې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here