جمعه, جون 12, 2026
Homeکورپاڼهنتنیاهو: تر هغې چې زه لومړی وزیر یم، ایران به اټومي وسلې...

نتنیاهو: تر هغې چې زه لومړی وزیر یم، ایران به اټومي وسلې ترلاسه نه کړي

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، تر هغه چې دی د حکومت مشري کوي، ایران به اټومي وسلې ترلاسه نه کړي.

نتنیاهو په اېکس کې په یوه پیغام کې ویلي چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه ده خپله او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بشپړه هوکړه کړې ده.

هغه ادعا کړې چې له درې لسیزو راهیسې د ایران د اټومي پروګرام پر ضد د نړیوالو هڅو په لومړۍ کرښه کې ولاړ دی او که دا هڅې نه وای، ایران به ډېر پخوا د دوی د له منځه وړلو لپاره اټومي بمونه ترلاسه کړې وی.

د اسرائیل لومړي وزیر همداراز ایران د اسرائیل یهودي دولت د له منځه وړلو په هڅه تورن کړ او ویې ویل چې د خپل سیاسي ژوند یوه مهمه موخه یې د دې کار مخنیوی دی.

نتنیاهو دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې راپورونه ښیي ایران او امریکا په لنډ وخت کې مذاکراتو ته کېني او هوکړه اعلانوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here