نن د اګسټ ۶مه د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیبالله د زېږېدو له ورځې سره برابره ده.
د ډاکټر نجیب الله لور هیلې نجیب د خپل پلار د زېږېدو د ۸۰مې کالیزې په مناسبت یو احساساتي پیغام خپور کړی او د هغه یاد یې تازه کړی دی.
نوموړي د خپل پلار له یوه پخواني انځور سره لیکلي: «اتیایمه کلیزه دې مبارک، ابا! په دې انځور کې هغه ژوند دی چې موږ یې هېڅکله تصور هم نه کاوه چې وبه یې لرو. ډېر دې یادوو.»
هیلې نجیب ویلي، دغه انځور په ۱۹۷۸ز کال کې د ایران په تهران کې اخیستل شوی و.
د ډاکټر نجیبالله د زوکړې د ۸۰مې کلیزې په مناسبت د هیلې دغې پیغام په ټولنیزو رسنیو کې د ګڼو کاروونکو پام ځان ته را اړولی دی.
د ټولنیزو رسنیو ګڼو فعالانو هم د ډاکټر نجیب الله د انځورونو له خپرولو سره د نوموړي د زېږېدو ۸۰مه کالیزه یاده کړې او د نوموړي روح ته یې دعا کړې ده.

