د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي، د ۲۰۲۵ز کال په اکتوبر کې د اوربند له پیل راهیسې په غزه کې لږ تر لږه ۳۰۰ ماشومان وژل شوي چې په اوسط ډول هره ورځ د یوه ماشوم له وژل کېدو سره برابره ده.
یونیسف په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د سلګونو ماشومانو د ټپي کېدو ترڅنګ، د غزې ماشومان لا هم له جګړې، لوږې، بېځایه کېدو او د روغتیايي خدمتونو له کمښت سره مخ دي.
د یونیسف د منځني ختیځ او شمالي افریقا سیمهییز مشر اېډوار بېګبېدر ویلي، هغه اوربند چې هره ورځ د ماشومانو د وژل کېدو مخه ونه نیسي، د ماشومانو لپاره ناکام اوربند دی.
یونیسف له ټولو ښکېلو خواوو غوښتي چې د ماشومانو ساتنې ته لومړیتوب ورکړي او د غزې خلکو ته د بشري مرستو د خوندي او دوامداره رسېدو زمینه برابره کړي.

