پنجشنبه, جون 11, 2026
Homeافغانستانخالد ځدراڼ:کابل کې په موټر د نجونو وهونکی کس پېژندل شوی او...

خالد ځدراڼ:کابل کې په موټر د نجونو وهونکی کس پېژندل شوی او د نېولو هڅې یې روانې دي

د طالبانو حکومت د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي چې د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې په موټر د نجونو وهلو پېښه کې درې نجونې ټپیانې شوې دي.

د نوموړي په وینا، یو لنډکروز موټر پر دغو نجونو ورختلی چې له امله یې ټپونه ور رسېدلي دي.

ځدراڼ ویلي، ټپیانې له پېښې وروسته سمدستي روغتون ته لېږدول شوې او د روغتیايي وضعیت په اړه یې ډاډ ورکړل شوی دی.

هغه همداراز څرګنده کړې چې د پېښې مسؤل کس پېژندل شوی او د نیولو لپاره یې امنیتي ارګانونو خپلې هڅې پیل کړې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here