د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ نن سهار په هرات کې د ولسي لاریونونو پر مهال د رامنځته شوي تاوتریخوالي په اړه غبرګون او خواشینې ښودلې.
ریچارډ بنېټ وایي، نن په هرات کې د سوله ییزو لاریون کوونکو پر وړاندې د زور زیاتي کارونې له امله ژوره اندېښنه لرم.
د بېنټ په وینا، اوس وخت دی چې تاوتریخوالی کم شي، د خلکو د بیان ازادۍ، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وشي او د نورو زیانونو مخه ونیول شي.
ښاغلي بنېټ همداراز غوښتنه کړې چې د ننني لاریون پر مهال د تاوتریخوالي رامنځته کوونکو سره دې حساب کتاب وشي.
نن په هرات کې د ښځو او نجونو د نیول کېدو پر ضد یو شمېر خلک سوله ییز لاریون ته راوتلي وو چې د طالبانو د سرتېرو له لوري یې په ډزو سره مخنیوی وشو، په ډزو کې څلورو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته او یو شمېر لاریون کوونکي ونیول شول.

