د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د هند استازي ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې، ثبات او پرمختګ له هڅو خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.
نوموړي د افغانستان پر سوداګرۍ د محدودیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې د سوداګریزو لارو تړل او تجارت د سیاسي فشار د وسیلې په توګه کارول د سیمې پر اقتصاد او د خلکو پر ژوند منفي اغېزې لري.
د هند استازي وویل چې نوي ډیلي د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د بیارغونې ګڼې پروژې پلې کړې او د نړیوالو بنسټونو په همکارۍ یې د افغانانو د ژوند د ښه والي لپاره کار کړی دی.
هغه زیاته کړه چې هند د روغتیا په برخه کې د درملو او واکسینونو مرستې کړې او په کابل، هرات، پکتیا، خوست او پکتیکا کې یې د روغتیايي مرکزونو او روغتونونو ملاتړ کړی دی.
د نوموړي په وینا، هند ګڼ شمېر افغان سوداګرو ته ویزې هم ورکړې دي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې پیاوړې شي.
د هند استازي د افغانستان دننه د پاکستان هوايي بریدونه هم وغندل او ویې ویل چې دا ډول اقدامات د ملکي وګړو د مرګژوبلې او بشري ستونزو د زیاتېدو سبب شوي دي.
هغه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د نړیوالو قوانینو او بشري اصولو درناوی وکړي او د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي.

