د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي غمي ځدراڼ ویلي چې د پخواني ملي اتل شاپور ځدراڼ روغتیايي وضعیت نازک شوی دی.
غمي ځدراڼ پر خپلې فېسبوک پاڼې له ټولو مینه والو غوښتي چې د جمعې په ورځ د شاپور ځدراڼ د روغتیا لپاره ځانګړې دعا وکړي.
هغه لیکلي: «کله ناکله یوازې یوه رښتینې دعا هم تقدیر بدلولای شي.»
شاپور ځدراڼ له څه مودې راهیسې د HLH (هیموفاګوسیټیک لمفو هستیوسایټوسس) په ناروغۍ اخته دی او دا مهال د هند په ډهلي ښار کې په یوه معتبر روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
د راپورونو له مخې، په وروستیو ورځو کې د نوموړي روغتیايي وضعیت نور هم خراب شوی او اوس د جدي پاملرنې په ځانګړې څانګه (ICU) کې بستر دی.

