د طالبانو حکومت مشر شيخ هبتالله اخوندزاده په کندهار کې د شمال لوېدیځ او شمال ختیځ زون د نهو ولایتونو له والیانو، د علماوو شوراګانو او استیناف محکمو له مشرانو سره په لیدنه کې ویلي چې د خپلو مخالفانو لپاره اعلان شوې عمومي عفوه لا هم نافذه ده او د پخواني حکومت له کارکوونکو سره د حساب اخیستنې تګلاره نه لري.
نوموړي ویلي، د عمومي عفوې موخه د غچ اخیستنې مخنیوی او په هېواد کې د سولې او ثبات ټینګښت و.
د ده په وینا، د پخواني نظام غړو وسلې پر ځمکه کېښودې او د همدې عفوې له مخې ورسره حساب نه دی شوی او نه به هم وشي.
هبتالله اخوندزاده طالب چارواکي او دیني عالمان هڅولي چې د بښنې، زغم او د ټولنیزو ستونزو د کمولو لپاره کار وکړي او خلک هم د عفوې او پخلاینې فرهنګ ته وهڅوي.
هغه همداراز د شریعت، امر بالمعروف او نهی عن المنکر د پلي کېدو پر اهمیت ټینګار کړی او سیمهییزو چارواکو ته یې سپارښتنه کړې چې د ده فرمانونه لومړی پر ځان عملي کړي او بیا یې خلکو ته ورسوي.

