د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي چې د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې معین شیخ عبدالرحمن منیر په کابل کې د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (UNODC) له رییس، پولیک اوک سري سره لیدلي دي.
د لیدنې پر مهال د معینیت چارواکو له نړیوالو بنسټونو غوښتي چې د نشهیي توکو پر ضد مبارزه د سیاسي موخو قرباني نه کړي او له کروندګرو سره د بدیل معیشت د برابرولو په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.
بلخوا، د UNODC رییس د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې د معینیت د فعالیتونو ستاینه کړې او ژمنه یې کړې چې په اړوندو برخو کې به همکارۍ لا زیاتې کړي.

