د پښتو ژبې کلاسیکې موسیقۍ نامتو سندرغاړې شکیله ناز ناروغه شوې او دا مهال په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې ده.
د نوموړې مېړه فاروق فراق په خپله فېسبوک پاڼه د شکیله ناز د ناروغۍ خبر ورکړی او له خلکو یې غوښتي چې د هغې د روغتیا لپاره ځانګړې دعاوې وکړي.
فاروق فراق لیکلي چې د شکیله ناز روغتیایي وضعیت له تېرو دوو ورځو راهیسې لا پسې په خرابېدو دی او له همدې امله په روغتون کې بستر ده.
نوموړي د پښتنو له بې پامۍ هم ګیله کړې او ویلي یې دي چې شکیله ناز د ټول پښتون ولس هنرمنده ده او نږدې نیمه پېړۍ یې پښتنو ته سندرې ویلي، خو په دې سختو شېبو کې د هغې د درملنې او پالنې بار یوازې د ده پر اوږو دی.
فاروق فراق په پای کې ویلي چې د دې سختو ورځو پر مهال د پښتونخوا د حکومت، سیاستوالو او ټولنیزو فعالانو بې پامي به یې هېره نه شي او تل به یې په یاد پاتې وي.
شکیله ناز د پښتو کلاسیکې موسیقۍ داسې سندرغاړې ده چې لا هم ځینې سندرې یې د پښتنو په زړونو کې ځانګړی ځای لري.

