د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وایي، په افغانستان کې خوارځواکي نږدې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې او د خوراکي توکو د کمښت له امله ګڼې میندې او ماشومان له روغتیايي مرکزونو بې له مرستې تش لاس ستنېږي.
د دې ادارې په وینا، د اړتیا وړ بودجې یوازې اته سلنه ترلاسه شوې او د جګړو او د سرحدي لارو د تړل کېدو له امله د مرستو رسولو بهیر له ستونزو سره مخ دی.
د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې د بودجې کمښت او د اکمالاتي لارو بندېدو په افغانستان کې بشري عملیات تر سخت فشار لاندې راوستي دي.
د ادارې په وینا، که کافي مالي ملاتړ او د مرستو د لېږد اسانتیاوې برابرې نه شي، میلیونونه اړمن افغانان به له لا ډېرو ستونزو سره مخ شي.
په افغانستان کې له کلونو راهیسې د اقتصادي ستونزو، وچکالۍ او بشري بحران له امله میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له جدي ګواښ سره مخ دي.

