د پکتیا پخواني والي او سیاستوال حلیم فدایي ویلي، هغه طرحه چې اوس یې د محمود خان اڅکزي له لوري یادونه کېږي، ده د حامد کرزي د حکومت پر مهال کلونه وړاندې د چارو ادارې ته سپارلې وه.
ښاغلي فدایي ویلي، په دغه وړاندیز کې د پښتونخوا د ولسونو لپاره په ولسي جرګه کې د ځانګړو څوکیو خالي ساتل، هغوی ته د افغان پېژندپاڼو (تذکرو) ورکول، بېوېزې تګ راتګ او د ډیورنډ کرښې پر اوږدو د ازادو سوداګریزو سیمو (فري زونونو) جوړول شامل وو.
د نوموړي په وینا، که څه هم هغه مهال یې د طرحې په اړه کوم رسمي ځواب ترلاسه نه کړ؛ خو اوس د محمود خان اڅکزي له لوري د دغو موضوعاتو مطرح کول یو ملي دریځ ګڼي.
حلیم فدایي پر هغو کسانو هم نیوکه کړې چې د لوی افغانستان د مفکورې ملاتړ کوي؛ خو د کرښې هغې غاړې افغانان پاکستانیان بولي.
هغه ټینګار کړی چې لا هم پر خپلو یادو وړاندیزونو ولاړ دی؛ خو باور لري چې د دغسې طرحو عملي کېدل د یوه ملي، ولسواک، مشروع او قانونمند حکومت تر شتون پورې تړلي دي.
د فدایي په خبره، له ډلو او ټپلو سره سیاسي معاملې تل د افغانستان په زیان تمامې شوې دي.

