سه شنبه, جون 2, 2026
Homeافغانستاند جنرال عبدالرازق په اړه نوی کتاب: د امریکا د باور تر...

د جنرال عبدالرازق په اړه نوی کتاب: د امریکا د باور تر شا کیسه څه وه؟

د امریکا د پوځي او دفاعي چارو مشهورې رسنۍ مېلېټري ټکی کام د یوه نوي کتاب په حواله راپور ورکړی چې امریکایي ځواکونو د افغانستان د جګړې پر مهال په کندهار کې پر جنرال عبدالرازق د ځانګړو امنیتي او ستراتیژیکو دلایلو له مخې باور او تکیه کوله.

د «د امریکا خوښ جنګسالار: د کندهار د جنرال عبدالرازق ژوند او مرګ» په نوم کتاب کې راغلي چې عبدالرازق د طالبانو پر ضد د جګړې له مهمو او اغېزناکو څېرو وو او امریکایي چارواکو هغه په سویلي افغانستان په ځانګړې توګه کندهار کې د امنیت د ټینګښت لپاره مهم متحد باله.

د کتاب لیکوال انګلستاني جېکب هاګستروم ویلي، عبدالرازق د طالبانو د ګواښ او د هغوی د فعالیتونو په اړه ښه درک درلود او له همدې امله یې د امریکا او افغان حکومت په امنیتي تګلارو کې مهم ځای خپل کړی و.

خو په کتاب کې د هغه د فعالیتونو پر جنجالي اړخونو هم رڼا اچول شوې ده. د بشري حقونو ځینو سازمانونو او فعالانو عبدالرازق د بشري حقونو په سرغړونو، ربړونو او غیرقانوني کړنو تورن کړی و، هغه تورونه چې نوموړي به ردول.

جنرال عبدالرازق د ۲۰۱۸ کال په اکتوبر میاشت کې په کندهار کې په یوه برید کې ووژل شو. د هغه په اړه لا هم بېلابېل نظرونه موجود دي؛ ځینې یې د طالبانو پر ضد د مبارزې اتل بولي، خو نور یې د یوې جنجالي امنیتي څېرې په توګه یادوي.

د کتاب لیکوال هڅه کړې چې د عبدالرازق د شخصیت او رول دواړه اړخونه وڅېړي او دا روښانه کړي چې ولې هغه د افغانستان د جګړې پر مهال د امریکا لپاره دومره مهم شخصیت ګڼل کېده.

د افغانستان د پخواني حکومت لوړپوړي پوځي جنرال سمېع سادات هم دغې کتاب ته په اشاره په خپله اېکس پاڼه لیکلي، جنرال عبدالرازق یو ځانګړی افغان مشر و چې د طالبانو هغه خطر او ناوړه پایلې یې درک کړې وې چې موږ ته یې راوړلې.

د سادات په باور، د طالبانو پر وړاندې جنرال عبدالرازق د یوې فرښتې په څېر و چې د شیطاني ځواکونو پر ضد یې مبارزه کوله.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here