حماسه مېډیا ته سرچینو ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د غیر رسمي خبرو اترو دویم پړاو به ډېر زر په استانبول کې پیل شي.
سرچینو تایید کړې چې د دواړو هېوادونو استازي د غیر رسمي خبرو لپاره د روانې جون میاشتې په ۷مه، ۸مه او ۹مه نېټه په استانبول کې سره کېني.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې وه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د غیر رسمي خبرو اترو راتلونکی پړاو په کابل کې ترسره شي.
د معلوماتو له مخې، دغه غونډه په اصل کې د لوی اختر له را رسېدو مخکې پلان شوې وه، خو د پاکستان له لوري د ځینو تخنیکي او تنظیمي ستونزو له امله وځنډېده.

په تېر پړاو کې د افغانستان له لوري په اسلامآباد کې د افغانستان پخواني سفیر عاطف مشعل، د ولسي جرګې پخواني غړي جعفر مهدوي او د پوهنتون استاد عبیدالله بهیر ګډون کړی و. د پاکستان له لوري بیا اصف دراني، حامد میر او مشاهد حسین په دغو خبرو کې برخه اخیستې وه.

