د افغانستان لپاره د روسیې د سوداګرۍ خونې مشر رستم حبیبولین وړاندیز کړی چې د افغانستان او روسیې ترمنځ دې د ویزې راکړه ورکړه لغوه او د دواړو هېوادونو د وګړو لپاره دې له ویزې پرته د سفر زمینه برابره شي.
نوموړي ویلي، دا اقدام کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لا پیاوړې کړي.
حبیبولین دغه څرګندونې د سنټ پیټرزبورګ نړیوال اقتصادي فورم له جوړېدو وړاندې کړې دي.
د نوموړي په وینا، د مسکو او کابل اړیکې په چټکۍ سره پراخېږي او د خلکو د تګ راتګ اسانتیا به د همکاریو د پراختیا لپاره بل مهم ګام وي.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د روسیې او افغانستان ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې ښې پاتې شوي او په پرله پسې ډول پراخیږي.
تازه هم دواړو هېوادونو په پوځي او تخنیکي برخه کې مهم تړونونه لاسلیک کړې دي.

