د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، د افغانستان لپاره د بشري مرستو د بودجې کمښت د میلیونونو اړمنو خلکو لپاره د ژوند ژغورونکو مرستو دوام له ګواښ سره مخ کړی دی.
د اوچا په وینا، د ۲۰۲۶ کال د بشري مرستو د پلان لپاره د اړتیا وړ ۱.۷۱ میلیارد ډالرو څخه د مې میاشتې تر پایه یوازې ۲۶۹ میلیون ډالر ترلاسه شوي، چې د ټولې اړتیا نږدې ۱۶ سلنه جوړوي.
اوچا خبرداری ورکوي چې که بیړنۍ مالي مرسته برابره نه شي، میلیونونه افغانان به له حیاتي مرستو بېبرخې پاتې شي او بشري اړتیاوې به لا پسې زیاتې شي.

