د طالبانو حکومت چارواکو یو ځل بیا پر افغانستان د لګېدلو نړیوالو محدودیتونو او بندیزونو د لرې کېدو غوښتنه کړې ده.
په دوحه کې د طالبانو حکومت د سفارت سرپرست سهیل شاهین ویلي چې د «اسلامي امارت» پر مشرانو سفري بندیزونه او پر افغانستان نور محدودیتونه نه یوازې ناعادلانه دي، بلکې د هېواد د اقتصادي ودې او له نړیوالې ټولنې سره د تعامل پر وړاندې خنډونه هم جوړوي.
د هغه په وینا، دغو بندیزونو تر اوسه د ستونزو په حل کې کومه اغېزمنه پایله نه ده لرلې؛ نو نړیواله ټولنه باید د فشار پر ځای د تعامل او همکارۍ لاره غوره کړي.
شاهین له نړیوالو غوښتي چې له افغانستان سره اړیکې پراخې کړي او د بندیزونو د پای ته رسولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي، څو اقتصادي فرصتونه او نړیوال تعاملات پیاوړي شي.

