د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان ویلي، د اروپایي ټولنې له لوړپوړو چارواکو سره یې د سیمې د سیاسي او امنیتي وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
نوموړي په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو د خدمتونو د اسیا او سوېل ختیځې آسیا سیمې له عمومي مدیر اریک کورزویل او د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي ژیل برتران سره یې لیدلي او په یو لړ موضوعاتو یې بحث کړی دی.
د صادق خان په وینا، په دې لیدنه کې د ترهګرۍ او امنیتي ګواښونو په اړه خبرې وشوې، په ځانګړي ډول د پاکستاني طالبانو یا (ټيټيپي) او د بلوڅ ازادۍ غوښتونکې ډلې (BLA) فعالیتونه یاد شول چې د پاکستان په ادعا له افغان خاورې فعالیتونه تنظیمړي.
محمد صادق ویلي، دواړو لورو د سیمې د امنیتي ننګونو د حل لپاره د همغږو او ګډو هڅو پر اهمیت ټینګار کړی او د اړیکو او تعامل د دوام غوښتنه یې کړې ده.
دا لیدنه او څرګندونې داسې مهال کېږي چې پاکستان په وروستیو میاشتو کې د افغانستان له خاورې د وسله والو ډلو د فعالیتونو په اړه خپلې اندېښنې بیا بیا مطرح کړې دي، خو د طالبانو حکومت دا ادعاوې ردوي.

