د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف په خپل تازه بیان کې د نړیوال بانک له ډلې (World Bank Group) سره د ګډ پروګرام یادونه کړې او ویلي یې دي چې د ماشومانو د لومړنۍ ودې پروګرام له لارې په افغانستان کې د مور او پلار د مهارتونو د لوړولو هڅې روانې دي.
دغه سازمان وایي، مور او پلار د ماشومانو لومړني ښوونکي دي او دوی هم ملاتړ او روزنې ته اړتیا لري.
د یونیسف په وینا، د مور او پلار د ملاتړ پروګرام له مخې به په شپږو ولایتونو کې شاوخوا ۱۰ زره مور او پلار وروزل شي، څو د ماشومانو د روزنې مهارتونه ترلاسه او پیاوړي کړي او په دې توګه نږدې ۲۰ زره ماشومان تر پوښښ لاندې راځي.
یونیسف ویلي د دې هڅو موخه دا ده چې ماشومانو ته په ژوند کې غوره پیل ورکړل شي او هغوی ته د ودې، زدهکړې او روغتیا ښه فرصتونه برابر شي.

