د پاکستان د اپوزیسیون مخکښ سیاستوال محمود خان اڅکزي هغه څرګندونې چې پکې یې د پاکستان پښتانه د افغانستان د تذکرو اخیستو ته هڅولي، د افغان سیاسي څېرو او فعالانو توند غبرګونونه راپارولي دي.
اڅکزي په اېکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې میلیونونه پاکستانیان د نورو هېوادونو دوهګونی تابعیت لري او په خبره یې، «هر پښتون باید د افغانستان تذکره ترلاسه کړي او خلکو ته یې ښکاره کړي.»
نوموړي همداراز د ډیورنډ کرښې اغزن تار ته په اشارې ویلي چې دا د امریکا په امر لګول شوی دی.
د دغو څرګندونو په غبرګون کې د ملګرو ملتونو لپاره د افغانستان استازي نصیر احمد اندیشه ټینګار کړی چې د افغانستان ځوان نسل باید د هېواد په کورنیو چارو کې دا ډول مداخلې او ادعاوې په کلکه رد کړي.
د هغه په وینا، د افغانستان خپلواک هویت او ټولنیز جوړښت باید د پولې هاخوا د سیاسي موخو لپاره ونه کارول شي.
اندیشه خبرداری ورکړی چې د قومي پولو هاخوا ملتپالنه کولی شي سیمه د بېثباتۍ او شخړو پر لور بوځي او د شلمې پېړۍ ځینې تاریخي تجربې تکرار کړي.
بل لور ته، د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي ویلي چې تابعیت، دوهګونی تابعیت او ملي پېژندپاڼه قانوني پروسې دي او د سیاسي اعلامیو له لارې نه ورکول کېږي.
هغې له اڅکزي پوښتنه کړې چې ولې فکر کوي یوازې یوه سیاسي اعلامیه یو څوک د افغانستان د تذکرې اخیستو مستحق ګرځولی شي.

